د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ م م وايي چې ۷۰۰ میلیونه خلک په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې (د اکټوبر ۱۷مې) په مناسبت، د انساني کرامت د ساتلو په موخه ټولو ته د مناسب کار او ټولنیز ملاتړ غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې، ډیری کسان چې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي، د اقتصاد په برخه کې نا رسمي کار کوي او له سختو او خطرناکو شرایطو سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په وینا، دا خلک د اوږدې مودې کار کولو سره، سره د ځان او کورنۍ لپاره په کافي اندازه عاید نه شي ترلاسه کولای .

د کار نړیوال سازمان (آی ایل او) اټکل کوي چې د نړۍ د کاري ځواک نېږدې دوه پر دریمه برخه، یعني له دوه ملیاردو څخه ډیر خلک نا رسمي کارګران دي.

ټولنیز ملاتړ

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ یوازې ۴۶،۹ سلنه نفوس لږ تر لږه د ټولنیز ملاتړ تر پوښښ لاندې و، خو د نړۍ تر نیمايي زیات نفوس بیا د دغو پروګرامونو له پوښښ څخه پاتې و.

که څه هم نا رسمي کاري شرایط ډیری په لاتینې امریکا او افریقا کې ذکر شوي، خو غیر رسمي کار هم په لوړ عاید لرونکو هیوادونو کې شته، په ځانګړې توګه د لږو کارګرانو او هغو کسانو ترمنځ چې اسناد نه لري.

سربېره پر دې، هغه خلک چې په مستقیم ډول د سختې بې وزلۍ څخه اغیزمن کیږي، له تبعیض سره مخ کیږي او د دوی د ټولنیز اقتصادي وضعیت، د زده کړې ټیټې کچې، او د بې وزلۍ د ننګ له امله د مناسب کار موندلو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کوي چې په کمو پرمختللو هیوادونو کې، په هرو څلورو ماشومانو کې له یو څخه ډیر (د ۵ څخه تر ۱۷ کلنۍ) په هغو فعالیتونو بوخت دي چې د دوی روغتیا او ودې ته زیان رسوي.

د ښځو تر منځ توپیر هم شته، چې د کار د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د نا رسمي کاري ځواک ۵۸ سلنه جوړوي.

اخوا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بیا د نړۍ یو له هغو بې وزلو هېوادونو څخه دی چې خلک یې د طالبانو له خوا د وضع شويو شرایطو له امله په چټکۍ سره د بېوزلۍ پر لور روان دي.

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او فعالیتونو د سختو بندیزونو له امله، د افغانستان د کارګر ځواک نیمایي برخه کمه شوې ده.

دا په داسې حال ده چې، ډیری کورنۍ په حقیقت کې د ښځو په عاید پورې تړلې دي.

په ۱۹۸۷ کال کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې د نمانځلو او د پاریس په تروکادرو میدان کې چې په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو د اعلامیې د لاسلیک کولو ځای و، د بشري حقونو او ازادۍ په برخه کې یوه لویه غونډه جوړه شوه.

له دې غونډې وروسته، چې د بې وزلۍ، لوږې، تاوتریخوالي او وېرې د قربانیانو په یاد کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اکټوبر ۱۷مه د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه وپېژندله.