د پاکستان لومړی وزیر: د کډوالو اېستل له افغانستان سره د اړیکو د پرې کولو په مانا نه دي
د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي، په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو اېستل له افغانستان سره د اړیکو پرې کولو په مانا نه دي. انورالحق کاکړ وايي، یو شمېر افغانان په پاکستان کې په «نا قانونه فعالیتونو» کې ښکېل دي.
دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱مه په پېښور کې وویل، موږ له افغانستان سره د سمو اړیکو جوړول غواړو او زموږ تعامل به د نړۍوالو اصولو پر بنسټ وي.
انورالحق کاکړ د نړۍوالو اصولو سره سم، د ویزې او پاسپورټ درلودل اړین بللي.
د پاکستان موقت لومړي وزیر وویل:« موږ د پاکستان له تحریک طالبان سره د مذاکراتو هیله نه لرو، دوی زموږ ماشومان وژني او موږ به دوی ووژنو، دولت په کافي کچه ځواکمن دی چې له ترهګرو سره مبارزه وکړي.»