له پاکستانه د هغو افغان کډوالو بېرته ستنېدنه چې له نړۍوالې ټولنې نهیلې شوي دي
له پاکستانه یو شمېر افغان کډال چې په نورو هېوادونو کې یې لا تراوسه د منلو بهیر نه دی بشپړ شوی، په زیاتې نهیلۍ بېرته افغانستان ته د ستنېدو په درشل کې دي.
دغه افغانان وايي، سره له دې چې ښايي په بېرته ستنېدو سره د هغوی سر او مال ته کواښونه ډېر وي؛ خو په وینا یې دغه د زهرو غړپ به څښي او که د سر په بیه یې هم تمامیږي مجبور دی، چې بېرته ستانه شي.
نور محمد چې د یو نیم کال را په دې خوا په اسلام اباد کې اوسېدلی وايي:« د ژوند ټوله شتمني مې ولګېده او نور هېڅ هم نه دي را پاتې، مجبور یم چې بېرته ستون شم.»
هغه زیاته کړه:« په تېر یو نیم کال کې مې له هېواده راوړې ټولې پیسې ولګولې ما هلته خپل کور ګرو کړ او د کور سامانونه مې پلورلي ول، چې لاسته راغلې پیسې مې ټولې په پاکستان کې ولګولې او اوس تش لاس بېرته وطن ته ستنېږم.»
په پاکستان کې ګڼ مېشت افغان کډوال له نړۍوالې ټولنې شکایت کوي، چې دوی سره په شویو ژمنو نه دي درېدلې او د دوی د اېستلو چارې ډېرې پڅې او مټه روانې دي.
نادره هغه بله افغانه کډواله ده، چې ډېر کلونه یې د بهرنیو ادارو سره کار کړی هغه وايي، چې پخوانیو چارواکو او همکارانو یې د برېښنا لیکونو له لارې ورته ویلي و چې ژر تر ژره دې دریمګړي هېواد ته ووځي، چې بیا یې دوی د اېستلو چاره چټکه کړي؛ خو د هغې په خبره څه کم دوه کاله تېر شول چې چا یې بیا پوښتنه هم نه ده کړې.
نادرې وړاندې زیاته کړه:« نه پوهېږم چې څه وکړم او چا ته وژاړم، نور له خپلوانو هم شرمېږم چې ورته هره میاشت د سوال لاس غځوم، نور مې وجدان هم اجازه نه راکوي چې له چا پیسې وغواړم او دلته مې اولادونه په لوږه دي، نه د کور کرایه لرم او نه د نورو لګښتونو وس. بېرته ستنېدای هم نه شم که ستنه شم هلته به څه وخورم، هلته هم ما ته کار نه شته.»
ګڼ افغانان وايی، نه پوهېږي چې خپل لالهانده برخلیک ته کومه لاره بیامومي.
هغوی وايي، په افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته یې ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شوي، نه یې نړۍوالې ټولنې لاس نیوی وکړ او نه یې هم په هېواد کې پر حاکم نظام دا باور پیدا شو چې بېرته د نظام تر سیوري لاندې کار وکړي او خپلې تجربې او شته ځواک د خپل هېواد د ښېرازرۍ پر لاره ولګوي، د دوی په خبره یو پلو ته ډانګ دی او بل پلو ته پړانګ.