ټربیون: پاکستان د ناقانونه کډوالو پر پرېکړې بیاکتنه نه کوي

پاکستانۍ رسنۍ ټربیون په خپل یوه راپور کې د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي،« پاکستان به د ټولو هغو ناقانونه بهرنیانو چې ډېری یې افغانان دي، د شړلو په اړه له سره بیا کتنه ونه کړي.»

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو ته تر نومبره پورې ضرب الاجل ټاکلی و، چې په خپله خوښه دې دغه هېواد پرېږدي.

د پرېکړې تر اعلانېدو وروسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستان سره د مرستې وړاندیز وکړ او ویلي یې و، چې «د افغان کډوالو د راجسترولو لپاره به یو پراخه او دوامداره تګلاره رامینځته کړي.»


په ورته مهال دغو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د افغان کډوالو په جبري ستنېدو به هلته له ګواښ سره مخ شي.

که څه هم د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ څرګنده کړه، چې دا کړنه د افغان کډوالو پر ضد نه ده.

د پاکستان دغه پرېکړه د افغان طالبانو، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، مولانا فضل الرحمن، اېمل ولي خان، محمودخان اڅکزي او د تحریک طالبان پاکستان له غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو لا هم روښانه نه ده، چې پاکستان به تر کومه بریده په خپلې دغې پرېکړې عمل کوي.