جان اڅکزی: په بلوچستان کې له ۲۵۰ مدرسو ۸۴ یې د افغانانو له‌خوا اداره کېږي

د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزير جان اڅکزي ویلي، چې په دغې صوبه کې له ۲۵۰ مدرسو ۸۴ یې د افغانانو له‌خوا اداره کېږي او ۸۵۰۰ زده‌کوونکي لري. هغه دغه خبرې کویټه پرېس کلپ کې د خبري غونډې پر مهال وکړې او ویلي یې دي، چې د افغانانو له‌خوا اداره شوې مدرسې به پاکستاني وګړو ته وسپارل شي.

هغه ويلي، چې د اېپکس کمیټې پرېکړه پر هغو کډوالو چې د کډوالۍ کارټونه لري نه پلې کېږي یوازې په هغو ناقانونه کډوالو پلې کېږي چې اسناد نه‌لري.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، چې د ناقانونه بهرنیانو پر ضد به اقدامات ګړندي شي او د راجستر شویو افغان کډوالو پر ضد به هیڅ ډول اقدام ونه شي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په تېرو وروستیو کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې دي او د دواړو خواوو مشران د یو بل پر وړاندې توندې لهجې کاروي.

د جمهوریت پرمهال افغان شنونکو او د حکومت مشرانو تل پاکستان په دې تورنولو، چې دغه هېواد طالب مشرانو ته پټنځایونه ورکړي او هلته فعالې مدرسې لري؛ خو دا هغه څرګندونې وې، چې پاکستاني چارواکو تل ردولې.