په پاکستان کې افغان هټۍوال له ګڼو اندېښنو سره مخ دي
وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه، دغې پرېکړې په دغه هېواد کې ګڼ افغان هټۍوال له اندېښنو سره مخامخ کړي دي. د پاکستان په راولپنډۍ کې هم ګڼو افغان هټۍوالو تېره اونۍ خپل مالونه لیلام کړل او خپلې هټۍ یې وتړلې.
په راولپنډۍ کې د سېکس روډ سیمې افغان اوسېدونکی منیر وایي، چې تېره اونۍ افغان هټۍوالو خپل مالونه په ډېرو کمو بیو او په تاوان لیلام کړل او په دوو ورځو کې یې خپلې هټۍ وتړلې.
هغه وایي، چې په دې کې یوشمېر هټۍوال ناقانونه اوسېدل او یوشمېر یې هم د پاکستان پېژندپاڼې لرلې.
وېل کېږي، چې دوی خپلې هټۍ د بندي کېدو له وېرې تړلې او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
ورته مهال، په اسلام اباد کې هم ځینې افغان هټۍوال له دغو اندېښنو سره مخامخ دي.
په دوی کې ډېری یې ویزې هم لري؛ خو وایي چې د دغه هېواد په پولیسو بې باوره دي.
په اسلام اباد کې افغان هټۍوال سهراب وایي:« د کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره مې دغه کار پیل کړ؛ که څه هم ویزه لرمه خو د پاکستان په پولیسو بې باوره یم، د پيسو اخیستو لپاره هم په هرې پلمې کډوال بندیانوي.»
هغه وایي:« له وېرې بېرته کابل ته نه شو تلای او له شتهوو ګواښونو له امله دغه هېواد ته راکډه شوي یو.»
د افغان هټۍوالو ترڅنګ دغې پرېکړې پاکستاني وګړي هم اندېښمن کړي.
اوسمهال یوازې په اسلام اباد کې اپارتمانونه په افغانانو ډک دي او د کورونو لوړو کرایو د کورونو خاوندانو ته ښه ګټه وټه رسولې او د دوی په اېستلو به لومړی د کور خاوندان زیان وویني.
د اسلام اباد په بي ۱۷ کې پاکستانی هټۍوال مشفق وایي:« دغه ښارګوټی ټول په افغانانو ډک دی او زموږ ښه سودا کېږي؛ که دوی زموږ له هېواده وشړل شي کېدای شي چې زموږ هټۍ هم وتړل شي.»
وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه، هره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو له ستنېدو خبر ورکوي.