په پاکستان کې‏ د افغان کډوالو په ننګه، د زده‌کړیالانو ملي غورځنګ اعتراض وکړ

د زده‌کړیالانو ملي غورځنګ تېره ورځ د هرنايي کالج په میدان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د غیر انساني چلند پر ضد اعتراض وکړ. په دغه اعتراض کې د «اېن اېس اېم» مشرانو وويل، د پاکستان موقت حکومت چې د افغان کډوالو پر وړاندې کوم غیر انساني چلند پیل کړی، سملاسي دې ودروي.

دغې ډلې دوه ورځې وړاندې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي و، چې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان له‌خوا د اعلان شوې ناوړه پرېکړه نه یوازې غندنه کوي؛ بلکې پر وړاندې به یې د را روانې پنجشنبې په ورځ د هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې د زده‌کړیالانو ملي غورځنګ له‌خوا پراخ لاریونونه هم وشي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د کډوالو د اېستلو پر وړاندې پرېکړه طالب مشرانو، محمود خان اڅکزي، اېمل ولي خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، مولانا فضل الرحمن او د پاکستاني طالبانو تحریک ترڅنګ د بښنې نړۍوال سازمان او ملګرو ملتونو په څېر نړۍوالو سازمانونو هم غندلې وه.