پاکستاني چارواکي: د سند په ایالت کې مو ۱۷۰۰ "ناقانونه" افغان کډوال نيولي

د سند چارواکي وايي، چې تېره ورځ یې په کراچۍ ښار کې ۱۷۰۰ هغه افغان کډوال نیولي چې د دوی په وینا قانوني اسناد یې نه لرل. دغه چارواکي زیاتوي، چې د ټولو ناقانونه بهرنیو وګړو لپاره د اکټوبر تر وروستۍ نېټې وخت ټاکل شوی او له دغې نېټې وروسته به بې اسنادو کډوال په زور وباسي.

دوی وايي چې د افغانانو تر څنګ هر هغه بهرنی وګړی چې پاکستان ته په ناقانونه توګه راغلی وي نو ژر تر ژره دې له دغه هیواده ووځي چې له هغې پرته ښايي د بندي کولو او په زوره له دغه هیواده د شړلو سره مخامخ شي.
د افغان کډوالو نیونه تر هغې وروسته سخته شوه چې د پاکستان چارواکو وویل چې په ګڼو ترهګرو بریدونو کې افغانان ښکیل دي او دوی نور باید له دغه هېواده وایستل شي، دا هغه ادعا ده چې د بېلابېلو سیاسي ډلو او ان د ټي ټید پي له خوا هم په وار، وار رد شوې ده.
د ټي ټي پي له خوا هم په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې د دوی په ډله کې هیڅ یو افغان نه شته او په پاکستان کې ټول شوي بریدونه د دوی د غړو کار دی او د نورو هېوادو کسان په کې ښکېل نه دي.