د روغتیا نړۍوال سازمان: د هرات د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې په زلزله کې زیاتره مړه شوي او ټپیان ښځې او ماشومان دي.

د ډاکټر علا ابوزید په وینا؛ یو شمېر یې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې بیستر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ کسان ټپیان شوي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دا مهاله ۵۱۶ کسان ورک دي، چې له جملې یې ۲۰۳ نارینه او ۲۱۳ ښځینه دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په زنده جان کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان کې ۶۰ کورنۍ او په کوشک (ربات سنګی) کې ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

ډاکټر علا ابوزید رویټرز ته وویل: "ډېری نارینه د زلزلې په وخت کې بهر وو، چې د سهار په ۱۱ بجو وشوه." له همدې امله د وژل شویو او ټپیانو ډېری هغه ښځې او ماشومان دي چې هغه مهال په کورونو کې وو.

هغه زیاته کړه: "د ټپیانو دوه پر درېیمه برخه چې ما په روغتون کې ولیدل ماشومان او ښځې دي."

هغه د هرات په روغتونونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو په نازک حالت کې لیدل ډېر د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې دا ډول ټپي کېدل کولی شي، چې د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت رامنځته ځینې ​​​​دا ټپونه کولی شي د اوږدې مودې فزیکي معیوبیت لامل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ژغورنې د عملیاتو او په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي مرستو برابرول خورا مهم دي، په ځانګړې توګه مرستندویه هېوادونه دا مهال د نورو بحرانونو له امله افغانستان ته کمه پاملرنه کوي.

بهرنیو ډېپلوماټانو او د مرستندویه موسسو چارواکو ویلي، چې په اوکراین او منځني ختیځ کې کړکېچ او همدارنګه په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو لامل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان دغه چارواکي وویل: "هغه څه چې په دې دوه ورځو کې په مینځني ختیځ کې پېښیږي د ټولې نړۍ پام یې ځانته اړولی او د افغانستان د کړکېچ په اړه پاملرنه کمه شوې ده."

نوموړي په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په روغتونونو کې د کافي اندازه وسایلو د کمښت یادونه هم کړې ده.

نور خبرونه

رادیو