د م.م عالي کمېشنرۍ او کډوالو چارو سازمان له هېوادونو غوښتي،چې د افغان کډوالو اېستل وځنډوي
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو چارو سازمان لهخوا په رسنیزه خبرپاڼه کې راغلي، دوی له پاکستانه غواړي چې د ټولو هغو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې په دغه هېواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او په بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخامخېدای شي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي، چې پاکستان اعلان وکړ چې افغان ګډوال بېرته افغانستان ته ستنوي.
خبرپاڼه وايي، افغانستان د بشري حقونو له ګڼو ننګونو سره په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. دا ډول تګلارې به د ټولو هغو کسانو لپاره جدي پایلې ولري، چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او کېدای شي د بېرته ستنېدو په وخت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.
دغو ادارو ویلي، چمتو دي چې د افغان کډوالو د ثبتولو او اداره کولو لپاره د یوه پراخه او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.
دوی د شته ننګونو سره سره، د څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو سره د پاکستان د مېلمه پالنې ستاینه کړې او پرته له کوم فشاره او د کډوالو پر خوندي ستنېدو غوښتنه یې ټینګار کړی دی.
دغو ادارو ویلي دي، چې د افغان کډوالو اجباري ستنېدل د بشري حقونو د سختو سرغړونو پایله لري.
دوی په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان وګړو جبري ستنول وځنډوي.