په هند کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب له امله د مړو شمېر ۴۲ ته ورسېد
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/75e5c82e9165a2f33c032bec78585dfe4f245cd3-1200x813.jpg?rect=0,70,1200,675&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هند په ختیځ کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب د جوړېدو له امله د مړو شمېر ۴۲ او د ورکو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد. په سیکیم ایالت کې ځايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.
د هند په سیکیم ایالت کې لوناک ډنډ له څنډو پروناوبه روانې او د لوی سیلاب لامل شوې.
د چارواکو په وینا په سیکیم ایالت کې چې د طبیعي منظرو له مخې د سیل لپاره په زړه پورې ځای دی، د دې پېښې له امله د نږدې ۲۲ زره کسانو ژوند اغیزمن شوی دی.
دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.