له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون په چمن کې لاریون وشو

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبري توګه یې افغانستان ته د لېږلو په غبرګون نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن کې لاریون وکړ.

په دې لاریون کې سلګونو لاریونوالو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو پر وړاندې زور زیاتی بس کړي.

په دې راټولېدنه کې ویناوالو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ غوښتل، پر تلاشیو د افغانانو ځورول او د افغان کډوالو نیول وغندل.

معترضانو له افغان حکومته هم وغوښتل، چي پر نړۍوال سټېج د ډیورنډ او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسایل راپورته کړي.

دغه اعتراضونه تر هغه وروسته کېږي، چې په دې وروستیو کې پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي، که نه په جبري توګه به ولېږل شي.

په دې وروستیو کې زرګونه افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه اېستل کېږي.