د اسلام اباد پولیسو جوماتونو او مدرسو کې د بهرنیو وګړو پر شپه تېرولو بندیز ولګاوه

د اسلام اباد پولیسو اعلان وکړ چې بهرني وکړي د دغه ښار په جوماتونو او مدرسو کې د شپې نه شي پاتې کیدلی. د پولیسو له خوا په خبرپاڼه کې راغلي د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ټولو جوماتونو او مدرسو ته خبرداری ورکړی.

که څه هم د پولیسو په خبر پاڼه کې د افغان کډوالو یادونه نه ده شوې، خو ډېری هغه کسان چې د شپې په جوماتونو او مدرسو کې پاتې کیږي افغانان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د دیني زدکړو د مرکزونو او مدرسو د جوړولو لپاره د جواز ترلاسه کول ضروري او اړین دي.
د پاکستان حکومت د «ناقانونه» افغان کډوالو لپاره د ضرب الاجل ټاکلو سره سخت ګامونه اخیستي.

هغهڅه چې د طالب چارواکو او بشري حقونو د بنسټونو سخت او توند غبرګونونه یې هم پورته کړي دي.
د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نېټې بې اسناده افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، د دې تر څنګ داسې هم ویل کیږي چې د اسلام اباد پولیسو د کورونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې د ټاکل شوې نېټې وروسته دې «ناقانونه» کډوال له خپلو کورونو وباسي.