د ایران د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه افغان کډوال باید په ایران کې نه وي
د ایران د کورنیو چارو وزیر په هغه هېواد کې د افغان کډوالو تنظیم جدي اړتیا وبلله. احمد وحیدي وویل:« هغه کسان چې ناقانونه دي باید په دې هېواد کې ونه اوسيږي او هغه کسان چې په قانوني توګه اوسیږي، باید په ټاکل شوي چوکاټ کې فعالیت وکړي.»
د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې هغه د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) خبریالانو ته وویل، چې د کډوالو تنظیم په دې مانا دی چې د دغو کسانو شتون باید په یوه ټاکلي چوکاټ او ترتیب سره تنظیم شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ډېری افغانان د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول.
دواړو هېوادونو په تېرو میاشتو کې زرګونه کسان له خپلو هېوادونو اېستي او بېرته یې افغانستان ته شړلي، چې دغه لړۍ په دې وروستیو کې ګړندۍ شوې هم ده.
د پاکستان حکومت ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې په نا قانونه توګه اوسیږي د ۲۰۲۳ کال د نوامبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی، چې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو جایدادونه به د وتلو له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته ضبط کړل شي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، دا مهال څلور میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو له مخې، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.
احمد وحیدي وویل: امریکا افغانستان دې وضعیت ته رسولی او د افغانستان په خلکو یې ډېر ظلمونه کړي دي او د دغه هېواد خلکو نورو هېوادونو ته له کډوالۍ پرته بله لاره نه درلوده؛ خو زموږ له لوري اصلي موضوع د دغو کډوالو د تنظیم مسئله ده.