په کډوالۍ کې د زده‌کړو لپاره د افغان ماشومانو مړاوې هیلې

په ‌افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان لویديځو هېوادونو او یوشمېر نور بیا لنډو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. هغوی چې ګاونډي پاکستان ته راکډه شوي، د نورو ستونزو تر څنګ یې یوه ستونزه د هغوی د ماشومانو زده‌کړې دي.

گڼ افغانان وایي، چې دوی ته د کډوالۍ لومړنی لامل دا و چې لوڼې یې له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي ځکه طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی؛ خو دلته چې راغلل د لوڼو تر څنګ یې زامن هم له زده‌کړو پاتې شول.
دلته په اسلام اباد کې چې ‌‌‌‌‌‌ډېری نوي افغانان راکډه شوي داسې ښوونځي نه شته چې د دوی ماشومان په کې زده‌کړې وکړي، هغه چې شته یو خو یې میاشتیني فیسونه لوړ دي او بله دا چې دلته هغه نصاب نه شته چې د دوی ماشومانو په کې څو کاله زده‌کړې کړې وې.
دغه افغانان وایي، چې دوی د زده‌کړو د نصاب مسلو پسې هم هومره نه ګرځي؛ خو دوی نه شي کولای چې د دوه یا درېیو ماشومانو د ښوونځيو میاشتینی فیس پوره کړي او یا د هغوی لپاره قرطاسیه واخلي.
زرلښته د درېیو ماشومانو مور ده هغه وایي، چې درې ماشومان یې د یو کال په ترڅ کې له تعلیمه پاتې شوي دي.
مېرمن زرلښتې وویل:« زه خپله ښوونکې وم اوس وزګاره یم. دلته مې درې ماشومان له زده‌کړو پاتې شول، دوه درېیو ښوونځيو ته ورغلو د فیسونو، داخلې او یونیفورم پوښتنه مې چې وکړه، هکه حیرانه شوم وس مې نه رسیږي کرارې کېنستم. اوس صبر خدای ته کوم؛ خو زیاته خواشینې یم.»
زرلښته یوازينۍ افغانه مېرمنه نه ده، چې د ماشومانو د زده‌کړو لپاره یې نهیلې ده،؛ بلکې په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې ښایي په لسګونه زره کورنۍ نورې هم وي، چې د ماشومانو د زده‌کړو لپاره اندېښمنې دي.
د پاکستان حکومت هم ویلي، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له شاوخوا اوه نیم لکو زیات افغانان دغلته مېشت شوي دي.
د نړۍوالو کنوانسیونونو او د کډوالۍ د قانون له مخې، په هر هېواد کې هر کډوال د ژوند تېرولو د اسانتیاوو برابرولو حق لري او نړۍواله ټولنه مسوولیت لري، چې د کډوالو ماشومانو لپاره د زده‌کړو او روغتیا په برخو کې لازمې اسانتېاوې برابرې کړي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو اېن اېچ سي ار نظر واخلو؛ خو د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدي زموږ د پر له پسې تیلیفونونو سره، سره موږ ته ځواب رانکړ.
خو دغې ادارې پخوا ویلي و، چې دوی لا هم د پاکستان په یو شمېر کمپونو کې لومړني ښوونځي او لېسې لري چې یو شمېر افغان ماشومان په کې زده‌کړې کوي او ټول لګښت یې هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په غاړه دی.
دغه سرچېنې ویلي و، نوي کډوال هم کولای شي چې له دغو ښوونځيو ګټه واخلي.
خو نوي افغان کډوال بیا وایي، چې په دغو سیمو کې د ژوند تېرولو هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اسانتیاوې نه شته او نه غواړي چې هلته ژوند تېر کړي.
دغه کمپونه ټول په هغو لریو پرتو سیمو کې موقیعت لري، چې د افغانستان سره په پوله نږدې پراته دي.
په اسلام اباد کې افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال عطا محمد وایي:« موږ که په هري پور یا د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې ګوزاره کولای شوای بیا نو اړتیا نه وه، چې له خپل هېواده راکډه شوي وای.»
که څه هم د نړۍوالو قوانینو له مخې د ماشومانو زده‌کړه او روغتیایي خدمتونه د هر کډوال ماشوم حق دی؛ خو دلته په اسلام اباد کې افغان کډوال وایي، چې د دغه ځای چارواکي هغوی ته د تش اکسیجن د تنفسولو حق نه ورکوي، نو د هغوی د ماشومانو د زده‌کړو او روغتیا لپاره به دوی د کومو اسانتیاوو د برابرولو هیله او تمه کوي.