د بښنې نړۍوال سازمان: په جبري توګه د افغانانو اېستل، هغوی له جدي ګواښ سره مخامخ کوي

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو "تاریخي ملاتړ" ته دوام ورکړي او له پاکستانه د هغوی د شړلو ګواښ عملي نه‌کړي. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې به دغه کډوال د طالبانو له ځورونې سره مخامخ شي.

د سویلي اسیا په چارو کې د بښنې نړۍوال سازمان یوې مشرې نادیه رحمان ویلي، دغه سازمان د پاکستان له حکومته غواړي افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، چې د اېستلو له وېرې پرته په برم او عزت سره په پاکستان کې ژوند وکړي.

دغه سازمان یو ځل بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغانانو د غوښتنلیکونو د ثبت او ارزونې بهیر چټک کړي.

نوموړې زیاته کړه: "نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره په افغانستان کې د هغو کسانو چې د طالبانو د ځورونې له امله تښتي، خپلې ژمنې پوره کړي."

دغه سازمان ویلي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو ډېر افغانان ژوند کوي چې ډېری یې ثبت شوي نه دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ وویل، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.

د دغه سازمان ویاند قیصرخان افریدي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د دغه هېواد د حکومت د نوې پرېکړې په تړاو له اړوندو پاکستاني بنسټونو د لا زیاتو توضیحاتو غوښتونکي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دغه هېواد د حکومت پر پرېکړې غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه کمیسیون ویلي، له ترهکرو ډلو سره د تړاو له امله له یو میلیون څخه د زیاتو کډوالو اېستل د پاکستان د ملي امنیت په اړه د لنډ او محدود نظر ښکارندویي کوي.

طالب چارواکو هم د پاکستان د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې د نه منلو وړ بللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکی د دغې پرېکړې عملي کېدل له دې ډلې سره د جګړې د پیلامې په مانا بولي.

په پاکستان کې د اټکل له مخې ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د پاکستان موقت حکومت دغو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي که نه نو دوی به یې په زوره وشړي.