د روسیې د تیلو او ګازو شرکت وايي، په اروپا کې د انرژۍ امنیت تلپاتې نه دی
د روسیې د انرژۍ لوی شرکت ګازپروم د سې شنبې په ورځ وویل چې اروپا د طبیعي ګازو له کمښت سره مخ ده او ښايي له نورو ننګونو سره هم مخ شي. د اروپا د تېلو او ګازو اړتیا تر ډيره پورې د روسیې له لوري بشپړېده چې اوس ورو ورو په کمېدو ده.
د اوکراین له جګړې مخکې روسیې اروپا ته شاوخوا ۱۵۵ میلیارډ متره مکعبه ګاز صادرول، خو اوس دا کچه ۶۰ میلیارډ متره مکعبه ته راټیټه شوې ده.
تمه کیږي چې اروپا ته د روسیې د ګازو صادرات به کم شي او ۲۰ ملیارډ مترو مکعبو ته به راټيټ شي.
ګازپروم شرکت د سې شنبې په ورځ (تلې ۱۱مه) وویل له هغه وروسته چې د نورډ سټریم پایپ لاینونه د شکمنو چاودنو له امله زیانمن شول، اروپا د طبیعي ګازو له سیستماتیک کمښت سره مخ ده، د روسیي حکومت تر واک لاندې د دغه شرکت په وینا دا په دې مانا ده چې اروپا لا نه ده توانېدلې چې د انرژۍ لپاره اړینې بدیلې سرچینې ومومي.
د نورډ سټریم ګازو پایپ لاین د بالتیک بحیرې لاندې د روسیې طبیعي ګاز اروپا ته لیږدول. دغه د ګازو پایپ لاین د ۲۰۲۲ په سپټمبر کې په یوه مشکوکه پېښه کې وچاودید چې روسیې دا د "لویدیځ ترهګریزو عملیاتو" په نوم اعلان کړ.
په اوکراین کې د جګړې او د نورډ سټریم د ګازو د پایپ لاینونو د چاودنې له امله د ګازپروم د ګازو صادرات تېر کال نږدې نیمایي ته راټیټ شول.
د ګازپروم لوړ پوړي مدیران وايي چې د دغو پیښو سره سره ، په ۲۰۲۳ کې نرخونه له کرونا د مخکې کلونو پرتله خورا لوړ دي.
د ګازپروم یو مشر وویل: «بیې په دې معنا دي چې په اروپا کې د انرژۍ امنیت سیسټم چې په بیړني حالت کې جوړ شوی، کاواکه دی او له نویو ننګونو سره مخ دی.»
د دغه کمښت د پوره کولو لپاره، اروپا نورو سرچینو ته مخه کړه، له هغې ډلې د سمندر له لارې طبیعي اوبلن ګاز (ایل این جي) و، اروپا د منځني ختیځ په ګډون د نویو صادرونکو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.