په کابل کې د ایران سفارت د روږدو کسانو د درملنې له کمپ سره د ۵۰ ټنه اوړو مرسته وکړه
په کابل کې د ایران سفارت اعلان وکړ، چې په یوه بشرپاله ګام کې یې په افغانستان کې د روږدو کسانو له کمپ سره پنځوس ټنه اوړه مرسته کړې. سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د افغانستان له اړمنو خلکو سره ډېرې مرستې کړې دي.
په افغانستان کې له نشهيي توکو څخه د خلکو د خلاصون په موخه ډېر مرکزونه جوړ شوي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړۍوالې ټولنې د مرستو د کمښت له امله دغه مرکزونه په ناسم حالت کې دي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په ځانګړي ډول کابل کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره ډېر ګامونه اخیستي؛ خو د راپورونو له مخې په کمپونو کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه نه کېږي او ډېری روږدي کسان له لوږې سره مخامخ دي.