د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: د کابل _ جلال اباد لویه لار پرانیستل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت سه شنبه د (تلې په ۱۱مه) په خپلې اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ، د کابل _ جلال اباد لویه لار چې د غره د ښوېیدو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

دغه لويه لاره دوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په درې کيلومترۍ کې د غره ښوېیدو له امله د ټرافيکو پرمخ تړل شوې وه او نن بېرته پرانیستل شوه.

د کابل _ جلال اباد لارې له بندېدو وروسته مساپرو د تګاب او لته‌بند پر لارو تګ راتګ کاوه، چې د لارې د خرابوالي له امله مساپرو او موټر چلوونکو سخت شکایت هم کاوه.

د کابل_جلال اباد لویه لار د هېواد په کچه یو له بوختو لویو لارو څخه ده، چې هره ورځ پر دغه لار سلګونه بار وړونکي موټر او مساپر تګ‌راتګ کوي.