ګډې اعلامیې ته د مجاهد غبرګون: ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونه زموږ داخلي مساله ده

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د منځنۍ اسیا د مشرانو او جرمني د لومړي وزیر د ګډې اعلامیې په غبرګون ویلي، چې د ټولګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو حقونه د دوی داخلي مساله ده او چا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو او د جرمني لومړي وزیر په یوې ګډې اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی.

په یاده ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د ټولو وګړو او په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي لږه کیو لپاره د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو غوښتونکي دي.

خو بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه ( د تلې ۹مه) په کابل کې رسنیو ته ویلي، چې د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقونو مساله د دوی داخلي مساله ده.

هغه زیاته کړه: “ زموږ کابینه د ټولو اقوامو څخه جوړه ده او د ټولو قومونو استازي پکې شته”.

نوموړي ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړو او کار حق نه لري، دغې چارې د ګڼو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غبرګونونه راپارولي دي.

له دې وړاندې نړۍوالې ټولنې او ګڼو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي وو، چې افغانې مېرمنې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو