طالبانو په بلخ ولایت کې د صادق عصیان د ادبي ژوند په ویاړ د یوه پروګرام مخه ونیوله

طالبانو په مزارشریف ښار کې د بلخ پوهنتون د پخواني استاد او شاعر صادق عصیان د ادبي کار د درناوي په موخه پروګرام چې په جرمني کې مړ شوی و، لغوه کړ.

ټاکل شوې وه، چې دغه پروګرام د پنجشنبې په ورځ د تلې په شپږمه د مزار شریف ښار په فردوسي عامه کتابتون کې ترسره شي.

له مزارشريف څخه يوې سرچينې افغانستان انټرنېشنل ته وويل، چې په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو رياست له غونډې مخکې د غونډې تنظيموونکو ته زنګ وهلی او د غونډې د ترسره کېدو مخه يې ونيوله.

ټاکل شوې وه، چې دغه پروګرام د بلخ پوهنتون د استادانو، شاعرانو، لیکوالانو او استادانو په حضور کې ترسره شي.

طالبانو تر اوسه د مزارشريف د مشهور فرهنګي شخصيت په ياد د دغه پروګرام د مخنيوي لامل نه‌دى څرګند کړى.

په تېرو ورځو کې په مزارشريف ښار کې د مولانا هاوس، د بلخ د ليکوالانو ټولنې او د فردوسي عامه کتابتون له‌خوا د "بلخ شپې" په نوم د پروګرامونو په لړ کې د صادق عصیان د ادبي ژوند په وياړ په يوه پروګرام کې د برخې اخیستو په اړه په ټولنیزو پاڼو کې غوښتنه شوې وه.

د ښاغلي عصیان کورنۍ د یکشنبې په ورځ د تلې په دویمه تایید کړه، چې دغه شاعر او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد د جرمني په شتوتګارت کې مړ شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، صادق عصیان جرمني ته کډوال شو.

نوموړی په ۱۳۵۲ کال کې په بلخ ولایت کې زېږېدلی او د دغه ولایت د پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې یې زده‌کړې کړې وې.

د ادبي څېړنو په برخه کې د ښاغلي عصیان پنځه شعري ټولګې او نور اثار چاپ شوي دي.