د سپین بولدک ـ چمن دروازه د مساپرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده
د سپین بولدک ـ چمن دروازې څخه نن پاکستاني چارواکي لیدنه کوي او د دغې لیدني پرمهال مساپرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
د پاکستان د چمن ځايي چارواکو د یوې خبرپاڼې پخ خپرولو خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په وررځ د (وږي په پنځمه) د سپین بولدک ـ چمن له دروازې پاکستاني چارواکي لیدنه کوي، چې له امله به يي د یوې ورځې لپاره د مساپرو پر مخ دغه دروازه بنده وي؛ خو بېړنیو ناروغانو او ټرانزیټ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې د سپین بولدک ـ چمن دروازې څخه د پاکستاني چارواکو د لیدنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو د پاکستان او افغانستان تر منځ پر دغه دروازه له افغان مساپرو سره تل د پاکستاني پوځیانو له لوري د ناوړه چلند په اړه خبرونه ورکول شوي.
ډېری کسان شکایت کوي، چې د پاکستان له لوري پر دروازه د افغان مساپرو لپاره د تګ راتګ پرمهال هره ورځ ستونزې ډېریږي، او مساپر د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د تېر حکومت پر مهال هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغان مساپرو سره د پاکستاني ځواکونو له لوري د زورزیاتي په غبرګون، د دواړو هېوادونو ترمنځ وسلهوالې نښتې هم شوې وې.
نږدې یوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لوري د افغان سره د زور زیاتي په غبرګون کې طالبانو هم د څو ساعتونو لپاره دروازه د پاکستاني مساپرو پر مخ تړلې وه.
د پاکستان د چار سمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ له هغه څرګندونو وروسته چې ویلي يي و، له پاکستانه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي چې په نا قانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.
اوس هره ورځ یو شمېر کورنۍ د سپین بولدک ـ چمن دروازې له لارې افغانستان ته ستنېږي او د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې هم د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل شوي دي.
پاکستاني چارواکي داسې مهال د سپین بولدک ـ چمن له دروازې لیدنه کوي، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په لارښوونه د طالبانو د شپږو وزارتونو استازیو په تورخم کې د مساپرو د ستونزو د هوارۍ په موخه د تورخم دروازې څخه لیدنه کړې وه.