اسکندر مومني: افغانستان کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په تړاو ګام نه‌دی اخیستل شوی

د ایران د نشه‌یي توکو سره د مبارزې مشر ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو په تولید کې د کموالي لپاره ځانکړی کار نه‌دی شوی. اسکندر مومني وایي، په افغانستان کې کله نا کله سمبولیک ګامونه لکه یو کوچني فارم له منځه وړل شوی او یا هم یو څو تنه نیول شوي.

هغه په ورته وخت کې دا هم ویلي: «هغه څه چې رښتیا دي او زموږ او د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، دا دي چې موږ په افغانستان کې د صنعتي نشه‌یي توکو مفت امفتامین او شیشې د بې کچې تولید شاهدان یو.»
اسکندر مومني د صدا او سیما سره په مرکه کې چې بشپړ متن یې سه شنبه د تلې په درېیمه نېټه خپور شو ویلي، د ایران تګلاره دا ده چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې که هغه په کورنۍ کچه وي او یا هم د ټرانزیټي حوزې په کچه یې قاچاق کېږي نو موږ یې په اړه ګام اخلو.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشت کې په یوه رپوټ کې ویلي و، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ اتیا سلنه تریاک تولید کړي و.

په راپور کې دغه شان راغلي و، چې افغانستان په سیمه کې د مت‌امفتامین یا کریستال له سترو تولیدوونکو څخه شمېرل کېږي.
د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې په خپل راپور کې لیکلي، سږ کال د کوکنارو په کروندو کې ۲۸ سلنه زیاتوالی راغلی او په ۲۰۲۲کال کې د کوکنارو تولیدات ۷۸۰۰ ټنو ته لوړ شوي وو.