د یونېسف په ملاتړ پکتیا کې د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو اسانتیاوې برابریږي

د طالبانو تر لاس لاندې باختر آژانس په ایکس پاڼه لیکلي چې په پکتیا کې د څه د پاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک اوبود اوو شبکو تړونونه له ځايي شوراګانو سره لاسلیک شول. د پاکو اوبو د دغو شبکو په جوړېدو سره به د سیمې خلک له صحي اوبو برخمن شي.

‏د پاکو اوبو دغه آسانتیاوې به په مرکز ګردېز، زرمت، جانيخېلو او سیدکرم ولسوالیو کې جوړېږي چې پر مټ به يې ۱۵۰۰ کورنیو، یوې مدرسې، نهو جوماتونو او څلورو ښوونځيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

‏د پکتیا کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، چې د دوی تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ، په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پر مټ دصحي اوبو رسونې په برخو کې د ۲۳،۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ شبکو تړونونه له ځايي پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول.

‏ويل کيږي د اوبو دغو شبکو د رغنیزو چارو په پیل سره به سلګونو ځایي اوسېدونکو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولايتونو کې د اوبو کچه له اټکل ډیره ټيټه شوې او خلک صحي اوبو ته لاسرسی نه لري، د ډیرو کورنیو ماشومان د ورځنۍ کارونې لپاره اوبه په لاس او یا په څارویو باندې له سلګونه مترو لیرې راوړي.