د اوبو برېښنا له لوی جنجال سره مخ هند او چین
په تېرو لسیزو کې په اسیا په تېره د دې لویې وچې په دوو سترو هېوادونو هند او چین کې د اوبو برېښنا تولید خورا سخت کم شوی دی. مالومات ښيي چې د انرژۍ تنظیموونکي د اقلیمي بدلون له امله د بې ثباته شوې برېښنا غوښتنې ته په ځواب ویلو کې پر فوسیلي سونتوکو تکیه کوي.
دا دوه هېوادونه چې د اسیا د تولیدي برېښنا له څلورو درې برخې مصرفوي او هم ډېر ګلتوني یا شین کوریز ګاز خارجوي د اوبو برېښنا د کمښت جبرانولو او د انرژۍ زیاتېدونکې اړتیا پوره کولو لپاره په ډېره کمه اندازه نوېدونکې انرژي کاروي.
وروستیو کلونو کې د بد اقلیمي حالت او د ورښت کمېدو او ګرمي زیاتېدو له امله ډېری اسیايي اقتصادونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
د برېښنا د غوښتنې زیاتېدو او عرضې کمېدو سره د انرژۍ اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د سکرو په څېر د ککړو سونتوکو ډېر کارولو د دې سونتوکو کمول هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
د امبر په نوم د انرژۍ اندیځ یا فکري مرکز وايي، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې په اسیا کې د اوبو برېښنا تولید ۱۷.۹ سلنه کم شوی او د فوسیلي سونتوکو کارول ۴.۵ سلنه زیات شوي دي.
د ریسټاډ انرژۍ د برېښنا او ګاز مارکېټ مشر کارلوس توریس ډیاز وايي، په اسیا کې د لمري او بادي برېښنا د تولید له خورا زیاتې ودې سره سږ کال د اوبو برېښنا د پراخ کمښت له امله د فوسیلي سونتوکو د انرژۍ بټیو عرضه هم ډېره شوې ده.
د هغه په خبره، "په ټوله سیمه کې د تودوخې سخته او اوږده څپه د دې لامل شوې چې د اوبو زیرمو کچه ټیټه شي او د غوښتنې پوره کولو کې د بریښنا بدیلو سرچینو ته مخ واړول شي."
د ملي احصایې د شننې له مخې د روان کال د اګسټ تر پایه چین کې د اوبو د برېښنا تولید ۱۵.۹ سلنه کم شوی او دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې اول ځل دی چې دومره کم تولید لري.
په هند کې د اوبو برېښنا تولید د د روان میلادي کال په ورته موده کې د ۶.۲ سلنه کمېدو سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې خورا سخت کمښت دی.
د حکومتي مالوماتو له مخې، د برېښنا تولید کې د دغه هېواد ونډه هم ۹.۲ سلنه کمه شوې ده.
چین د اوبو برېښنا د کمښت پوره کولو لپاره د سږني میلادي کال لومړنیو اتو میاشتو کې له فوسیلي سونتوکو د برېښنا تولید ۶.۱ سلنه او هند هم دا تولید ۱۲.۴ سلنه زیات کړی دی.
مالومات ښيي چې په ورته مهال د نوېدونکې انرژي تولید په چین کې ۲۲ سلنه او په هند کې ۱۸ سلنه ډېر شوی دی.
باد او لمر
د امبر او د انرژۍ نړیوال سازمان مالومات ښيي چې د هند او ویتنام په ګډون په نورو اسیایي اقتصادونو لکه په فلیپین او مالیزیا کې هم د اوبو او وچې هوا له امله د اوبو برېښنا تولید کم شوی دی
په ویتنام کې د بریښنا د تولید تر تېر جولای لهلس سلنې ډیر ټیټ او په دغه موده کېله ډبرو سکرو د برېښنا تولید همدومره ډېر شوی دی.
په ځینې حالتو کې د اوبو د ساتلو او د رسولو د بڼې بدلولو له امله هم د بریښنا تولید کم شوی دی.
د انرژۍ او پاکې هوا څېړنیز مرکز مشر شنونکی لوري میلیاورت وايي، د ګرمې څپې په زیاتېدو او د برېښنا د ډېر کارولو په دلیل چینايي چارواکو د بند پر مسوولانو فشار راوستلی چې د اوبو کچه وساتي.
نوموړی وايي، د باد او لمر خلاف په لنډ وخت کې د اوبو برېښنا د کمې یا زیاتې غوښتنې د پوره کولو لپاره دا برېښنا کمولی یا ډېرولی شو او چینايي چارواکو د برېښنا تولید ډېرولو لپاره دا کار کړی دی.
نوموړی وايي، په چین کې د بادي او لمري برېښنا د تولید چټکې ودې سره د اوبو برېښنا هم د انرژۍ په تنظیم کې مهم رول لوبولی شي.
په اسیا کې د بادي او لمري بریښنا تولید د سږني میلادي کال لومړنیو اوو میاشتو کې ۲۱ سلنهډېر شوی او یو کال مخکې چې ۱۱.۵ سلنه و اوس دا ټولیز تولید ۱۳.۵ سلنې ته لوړ شوی دی.
خو د اوبو برېښنا اپوټه د بادي او لمری بریښنا وړاندوینه او کنټرول سخت دی، ځکه د ځایی هوا شرایطو سره توپیر لرياو په شپه کې د هند په شمول نورو هیوادونو کې همد لمر نشتوالی داکمښت زیاتوي.
هند د برېښنا کمښت سره سږ کال د برېښنا تلل یا قطع کول صفر ته رسولي، خو اړ شوی چې پر سکرو د فشار کمولو لپاره ګرانبیه طبیعي ګاز واردولو ته مخه کړي.
د ایما حل په نوم د برېښنايي شننو مرکز مشر ویکتور وانیا وايي، د اوبو برېښنا اصلي ګټه د لمري او بادي انرژۍ ملاتړ دی، خو که دا برېښنا بې باوره شي، نو هند به د اړتیا وړ انرژۍ لپاره د ډبرو سکرو په ګډون پر بدیلو لارو غور وکړي.