د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې زر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کابو یو زرو شپږ سوه افغان کډوال تېره ورځ د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له کرښې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او ځینې نور بیا په جبري توګه له دغه هېواده شړل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته هم پېژندل شوي دي.
په تېرو اونیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځي زیاته کړې او ټینګار یې کړی، چې ناقانونه کډوال له دغه هېواده باسي.