د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او توماس ویسټ افغانستان کې پر بشري حقونو او امنیت سره وغږېدل
د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي توماس ويسټ يو ځل بيا د پاکستان د بهرنيو چارو له موقت وزير جليل عباس جيلاني سره کتلي او خبرې يې ورسره کړې دي. دغه لیدنه د پنجشنبې په ورځ په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې غونډې په څنډه کې وشوه.
دغو دوو امریکايي او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د امنیت او بشري حقونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
ویسټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د دغې لیدنې په اړه لیکلي: "ما د ملګرو ملتونو د ۷۸مې غونډې په څنډه کې یو ځل بیا له جیلاني سره ولیدل او موږ د ګډو امنیتي ګټو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړتیا او په افغانستان کې د بشري مرستو د وضعیت د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
له دې سره، د دې خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
دغو چارواکو دوه ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې سره خبرې کړې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې جلیل عباس جیلاني له ویسټ سره په کتنه کې د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د اسلام اباد پر ژمنو ټینګار وکړ.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې ویلي و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د تلپاتې سولې په برخه کې د همکاریو پر دوام هوکړه وکړه.
د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د پاکستان د موقت بهرنیو چارو وزیر دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د پنجشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.
پاکستان ویلي چې طالبان باید له اسلام اباد سره خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان د تحریک طالبان پروړاندې عملي ګامونه واخلي.