خيبر پښتونخوا د نا امنيو لړۍ؛ لکي مروت کې یو پولیس تر درې ساعته ورکېدو وروسته مړ موندل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/38d0d4175e1c5548b53aadb5425b7e8590f593c5-880x565.jpg?rect=0,36,880,495&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
باوري سرچينې واېي د لکي مروت ولسوالۍ اړوند د شهبازخېلو په سیمه کې نن سهار د هغه پولیس افسر مړی موندل شوی، چې د سهار په سپېده داغ کې د نا معلومو وسلوالو له لوري تښول شوی و. ويل کيږي د تښتول شوي پولیس افسر پر بدن د ربړونې نښې ښکارېدې او بیا په ډزو وژل شوی و.
په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي، د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات روان دي.
لال وزیر زیاتوي چې: «دا اوس هم د لکي مروت د دره تنګ سېمه کې هم د ډزو اوازونه اوريدل شوي خو دا لا نه معلومه چې ډزې د څه له پاره دي.»
هغه وايي د وسله والو او امنيتي ځواکونو د جګړو له امله د سیمې خلکو ته په ورځني ژوندانه کې ډیرې ستونزې راولاړې شوې او دوی نه شي کولای د پخوا غوندې عادي ژوند وکړي.
تر اوسه پورې د دغه پولیس افسر د وژلو مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د خيبر پښتونخوا په لکي مروت، ډېره اسمعیل خان، ټانک، ميرانشاه او نورو سیمو کې د پولیسو د وژلو او تښتولو پېښې تر پخوا ډیرې شوې دي او مسوولیت یې هم ډیر کله پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي.