د شاه چراغ پر زيارت د بريد په قضيه کې اصلي تورن په اعدام محکوم شو
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضاییه قوې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د فارس ولایت د انقلاب محکمې د شاه چراغ په زیارت باندې د حملې اصلي تورن د تاجکستان اوسېدونکی رحمت الله نوروزاف په اعدام محکوم کړ. د دغه برید دوه نور تورن هم په پنځه کاله بند محکوم شوي دي.
د ایران د قضايي چارواکو په وینا؛ رحمت الله نوروزاف د روان کال د زمري په ۲۲مه نېټه د شاه چراغ پر زیارت باندې د وسله وال برید له امله «د هېواد د امنیت پر ضد جګړې، فتنې او لاس وهنې» تورن شوی دی.
ميزان ويبپاڼې د فارس ولايت د ستر قاضي القضات سيد کاظم موسوي له قوله ليکلي، چې «د اصلي تورن د بشپړې او هر اړخيزې څېړنې او د منظمو اړيکو د تاييد له مخې هغه د داعش ډلې غړيتوب او همکاري منلې ده.»
دفارس ولايت دعدليې رييس وويل، چې دا تاجکستاني تبعه د جګړې او بغاوت په تور محکوم شوی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت دغه قضایي چارواکي اعلان وکړ، چې په دې برید کې دوه نورو تورن کسانو باندې یې د سفر بندیز او پنځه کاله بند سزا اعلان کړه.
د قانون له مخې؛ د شېراز د اسلامي انقلاب محکمې د لومړۍ څانګې پرېکړه کولی شي سترې محکمې ته استیناف وکړي.
د محکومینو د اعتراض لپاره قانوني مهلت به شل ورځې وي.
د زمري په ۲۲مه نېټه ماښام د شاه چراغ زيارت په بريد کې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
تر دې برید وړاندې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د یوه بل وسله وال برید په پایله کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. داعش د دغه برید مسوولیت منلی وه.