د کندهار په ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه د درملو له کمښت سره مخامخ دي

د کندهار د ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې په روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو کې درمل نه شته او دوی اړ دي، چې د خصوصي روغتونونو څخه درمل تر لاسه کړي.

د کندهار د غورک ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت الله وايي، په ټوله ولسوالۍ کي یو دولتي روغتون دی؛ خو هلته هم درمل نه شته.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«په ټوله ولسوالۍ کې یو کلینیک لرو، دا کلنیک هم په شخصي کور کې فعالیت لري خبره بیخې تر انسانیت اوښتې ده، دوا څه چې په کلینیک کې اداري مدیر د ډاکټر رول لوبوي.»
د دغو روغتیايي مرکزونو د درملو پوره کولو مسوولیت د باران موسسې په غاړه دی؛ خو اوس د ټولو ولسوالیو په هر روغتیايي مرکز کې ۷۰ قلمه درمل کم دي.
همدارنګه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د رېګستان ولسوالۍ یو اوسېدونکی لعل محمد وايي، دلته د ژوندانه د لومړنیو اسانتیاوو د کمښت تر څنګ بل سرخوږی په کلینیک کې د درملو نشتوالی دی.
نوموړی زیاتوي: « دلته ژوند ډېر ستونزمن دی، موږ کوچیاني ژوند لرو دلته د ژوند کولو ډېرې اسانتیاوې نه شته. کله چي موږ کلینیک ته ځو هغوی وايي، تاسو باید کندهار ښار ته ولاړ شئ دلته درمل نه شته موږ په دې اړه څو ځله د ولایت مسوولینو ته هم شکایت کړی؛ خو دغه ستونزه نه ده حل شوې.»
د کندهار په عامې روغتیا ریاست کې سرچینې وايي، د ولسوالیو روغتايي مرکزونو ته د درملو برابرولو مسوولیت د یونېسېف په همکارۍ د باران موسسي له لوري ترسره کېږي او باید په هرو درېیو میاشتو کې باران موسسي ته درمل ورکړل شي، اوس دغه بهیر ځنډول شوی دی.
څه موده وړاندې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د کندهار د میرویس حوزوي روغتون سره مرستې کمې کړې وې، چې له امله يې دغه روغتون د درملو د کمښت سره مخ شو.
په میرویس روغتون کې هره ورځ د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د ۳۰۰ زره ناروغانو درملنه په وړیا ډول کېده، په تېرو درېیو لسیزو کې د سره صلیب کمیټې د درملو، ډاکټرانو د تنخواوو او په نورو روغتیایي برخو کې ملاتړ کاوه؛ خو اوس يې خپل دغه خدمتونه محدود کړي دي.