د تحریر الشام ډلې خپل یو افغان قوماندان په سوریه کې د جاسوسۍ په تور نیولی دی

په سوریه کې د تحریر الشام کمېټې امنیتي څانګې په ادلب ښار کې د دوی له لیکو څخه یو افغان قوماندان د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د ابو یونس په نوم دغه قوماندان د دوشنبې په ورځ (د سنبلې په ۲۰ مه) د شیخ ثلث په ګاونډ کې له خپلو درېیو ملګرو سره ونیول شو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ (سنبلې٢٧مه) اعلان وکړ، چې د تحریر الشام په نوم امنیتي ادارې، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یوه له اسلامپالو ډلو څخه ده، دغه افغان قوماندان او ملګري یې د "نړۍوال ایتلاف" لپاره د کار کولو په تور نیولي دي.

د تحرير الشام اداري بورډ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۸ مه د څو سلفي ډلو له ادغام څخه جوړ شو.

دا ډله پخپله په سوریه کې د جبهه النصره غوندې د القاعدې د څانګې په توګه پېژندل کیږي؛ خو د دې ډلې مشرتابه له القاعدې سره خپل تړاو ردوي.

په تېر یوه کال کې د محمد الجولاني په مشرۍ دغې اسلامپالې ډلې په خپلو لیکو کې د بدلونونو په راوستو سره هڅه کړې، چې د افغانستان، مصر او پاکستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک جذب کړي.

دې ډلې پخوا هم د ابو زبیر په نوم خپل یو قوماندان ترکیې ته سپارلی و.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د اعلامیې له مخې؛ په همدې تور د تحریر الشام کمېټې د رسمي ویاند د نیول کېدو خبرونه خپاره شوي دي.