ترکيې له افغانستان سره د روغتیایي توکو د مرستې خبر ورکړ
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د ۲۰ ټنه روغتیایي توکو مرسته کړې ده. د ترکي اناتولي خبری اژانس د راپور له مخې، دغه مرستې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په غوښتنه شوې دي.
راپور کې زیاته شوې چې، د ترکيې د حکومت لهخوا لېږل شوې مرستې به د افغانستان اړينو سيمو ته ولېږدول شي او په دې توګه به ترکيه د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ترکیې سفارت هم پر خپله اېکس پاڼه د دغې مرستې د رسېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دغه مرسته د دوشنبې په ورځ د ترکیې هوايي ځواکونو یوې باروړونکې الوتکه کې کابل ته رسولې ده.
ترکیې د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې اوس مهال د افغانستان تر ۳۰۰ زیاتو ولسوالیو کې خلک معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د نورو بنسټونو ترڅنګ روغتیايي بنسټونه هم له ننګونو سره مخ شوي دي.