د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د تمنا زریاب پریاني سره لیدنه وکړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ګیورګ کلوسمان د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې له تمنا زریاب پریاني سره د هغې د اعتصاب په خیمه کې وکتل.

پریاني له ښاغلي کلوسمان څخه وغوښتل، چې د یوې رسمي خپرپاڼې خپرولو سره جرمني په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ډېپلومات وویل، چې هغه به د میرمن پریاني پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته واستوي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ د تمنا زریاب پریاني او د بهرنیو چارو وزارت د استازي تر منځ ټیلیفوني خبرې د یکشنبې په ورځ پیل شوې.

دغې خېمې ته حاضر شوي ښاغلي کلوسمان وويل، چې د اعتصاب کوونکو پيغام به د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوي؛ خو وروستۍ پرېکړه به هلته کوي.

د تمنا زرياب پریاني د نه خوړلو اعتصاب په تېرو يوولسو ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ سره مخ شو.

د دوشنبې په ورځ د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار ضیاالدین یوسفزی او تورپیکۍ یوسفزۍ د مېرمن پریاني د هیلو د ملاتړ لپاره کولن ته سفر وکړ.

تر دې مخکې د فعالو ایراني ښځو او جرمني هنرمندانو یوه ډله هم د مېرمن پریاني د اعتراض خیمې ته ورغلې وه.

نور خبرونه

رادیو