ریچارډ بېنېټ: د ټولګډونه حکومت د غوښتنې اورېدو لپاره د طالبانو غوږونه کاڼه دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې د طالبانو حکومت د یوې ځانګړې ډلې په کنټرول کې دی او د ټولګډونه حکومت د غوښتنې پر وړاندې د دوی غوږونه کاڼه دي.

ښاغلي بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، ده له ګڼو افغانانو سره خبرې کړي او په لویه کې اکثرو یې د ټولګډونه حکومت د نه موجودیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت لویه برخه سړي جوړوي، چې اکثر یې پښتانه دي؛ نورو اقوامو او ښځو ته په حکومت کې د ګډون حق نه ورکوي.

خو طالبانو په بار- بار ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو اقوامو استازي پکې شریک دي.

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکي په افغانستان کې "د غښتلي تبعیض او د یوې لویې برخې د خلکو د محرومیت" په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې ښځې، مذهبي او قومي ډلې؛ لکه: تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن هم غواړي چې په واک کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ، چې د توکمیزو ډلو استازي د طالبانو د توکم پالنې له کړنو هم شکایت کوي. هغه څه چې د حکومت په ټولو سکتورونو کې د زده کړو، کار او بشري مرستو په ګډون د طالبانو د "غیر عادلانه" چلند لامل کیږي.

نوموړی وايي، چې دا ډول غیر عادلانه چلند په ثبات هم مستقیم اغېز لري.

د طالبانو د بیا ځل واک ته له رسېدو وروسته؛ نړۍوالې ټولنې له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کولو لپاره بار- بار غوښتنې وکړې، خو طالبانو بیا دا خپله داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې هېچا ته به د مداخلې حق ورنه کړي.

نور خبرونه

رادیو