طالبان: د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو له لوري د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر تیره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د شنبې ورځ له شمال څخه د سالنګ له لارې د موټرو د تیرېدو وروستۍ ورځ ده. هغه دا و نه ويل چې دغه لاره به تر کله تړلې وي

د طالبانو له لوري د سالنګونو ساتنې ادارې مشر عبدالحلیم اغا وايي: د یکشنبې ورځې څخه به دغه لویه لاره تر ناڅرګند وخته پورې د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

تردې وړاندې به دغه لاره د شپې له لوري د موترو د تګ راتګ پر مخ تړل کېده، خو اوس د طالب چارواکو په وینا دغه لویه لاره د کار د چټکتیا له امله په بشپړه توګه وتړل شوه.

د سالنګ لویه لاره په افغانستان کې یوازینۍ لویه لاره ده چې د هیواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.

د یادولو وړ ده چې تېر ژمی د سالنګ په تونل کې د تیلو د ټانکرونو د اور اخیستې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.