د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د څه باندې دوه زره کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، چې شاوخوا دوه زره او ۲۷۷ افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ د (وږي په ۱۴مه) د هرات د اسلام کلا له پولې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، د دغه کډوالو له ډلې نږدې زر تنه یې د کډوالو د نړۍوال سازمان مرستو ته معرفي شوي دي.
په تېرو میاشتو کې طالبانو په وار، وار له ایرانه د افغان کډوالو د «جبري او په خپله خوښه» له ستنېدو خبر ورکړی.