ملا خیرالله خیرخواه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو د ستونزو حل ته ژمن دی

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپلې اېکس یا پخواني «ټوېټر» پاڼې لیکلي، چې د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه په تخار کې له یوشمېر خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، چې دغه وزارت د خبریالانو د ستونزو حلولو ته ژمن دی.

دغه اژانس د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له خولې چې خبریالانو ته یې په خپلې وینا کې ویلي، لیکلي:«د هغه څه له خپرولو ډډه وکړئ، چې له اسلام، ملي ارزښتونو او افغاني دودونو سره په ټکر کې وي.»
‏په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په دغه غونډه کې د خپلې وینا پرمهال خبریالانو ته د کارټونو د وېش په اړه ویلي، چې په ولایتونو کې به هم ډېر ژر خبریالانو ته کارټونه ووېشل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کېږي، چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د استخباراتو غړیو په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېلو رسنیو خبریالان نیولي وو، چې ډېری یې تېره اونۍ له شل ورځني بند وروسته خوشې شول.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته، افغانستان په نړۍ کې د خبرېالانو لپاره ترټولو بدځای ګڼل کېږي، چې ډېری خبریالان ورته د شته ګواښونو له امله دې ته اړ شوي چې هېواد پرېږدي او په ګاونډیو هېوادونو کې د ستونزو ډک ژوند پیل کړي.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي و، چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې په افغانستان کې د رسنیو شمېر ۴۰ سلنه او د خبریالانو شمېر شاوخوا ۶۰ سلنه راکم شوی دی.