د شاه رخ خان “جوان” فلم دوه ورځې وروسته د سینما په پرده خپریږي
د شاه رخ خان د پټان بریالي فلم وروسته په روان کال کې د نوموړي «جوان» په نوم بل فلم بازار ته راوځي. د جوان فلم په اړه داسې ویل کېږي، چې شاه رخ خان په کې دوه ګونی رول لري. هغه هم د پلار او هم د زوی په رول کې لیدل کېږي.
په جوان فلم کې شاه رخ خان د پوځي او پولیس رول لوبوي.
څه موده وړاندې د جوان فلم ټرېلر خپور شو او د شاه رخ خان مینهوال په سینماګانو کې د فلم د خپرېدو لپاره په بی صبرۍ په تمه دي.
د فلم مرکزي رول شاه رخ خان او نین ترا له لوري ترسره شوی او د فلم پروډیوسره د نوموړي مېرمن ګوري خان ده.
د فلم لارښود د سویلي هند مشهور ډایرېکټر اېټلي دی، د هند د سیمنا فلمي ستورې ډیپيکا پاډوکون هم په فلم کې ځانګړی رول لري.
په هندي سینما کې وروستی فلم ګډر ۲ تر بریا وروسته، د شاه رخ خان مینهوال د جوان فلم سترې پرانیستې ته سترګې په لار دي او وايي، دغه فلم له خپرېدو مخکې مشهور شوی دی.
د شاه رخ خان د پټان فلم تر بریا وروسته تمه کېږي، چې جوان فلم به هم نوي ریکارډونه جوړ کړي.
د هند د سینما د وتلي ستوري شاه رخ خان نوی فلم "جوان" د سېپټمبر په اوومه نندارې ته وړاندې کېږي.
د فلم د ټکېټونو اخیستل تېره ورځ پیل شوي او تراوسه یې دوه سوه زره ټکېټونه لا له وړاندې پلورل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د شاه رخ خان د "پټان" فلم تر ډېرو ریکارډونو ټینګولو وروسته ځینې خلک وايي، د " جوان" فلم به د پټان فلم ریکارډونه مات کړي.
د شاه رخ خان د "جوان" فلم د دویم ټرېلر تر خپرېدو وروسته، د نوموړي د مینهوالو او د فلم د منتقیدینو له لوري ډېر وستایل شوه.