اسلامي جمهوریت: شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/611caaea8d4318a9b26edb0cd9532b3ae022e5c0-1200x800.jpg?rect=0,63,1200,675&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې عمومي رییس وايي، شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي. علي رضا محمودي وويل، په ايران کې ډېری بهرني بنديان افغانان دي. نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.
علي رضا محمودي له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، ايران له ٢٢ هېوادونو سره د بنديانو د تبادلې او سپارلو تړونونه لاسليک کړي او له ٢٠ نورو هېوادونو سره هم په دې تړاو خبرې روانې دي.
په وروستیو اونیو کې طالبانو په ایران کې د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کېدلو او افغانستان ته د هغوی د سپارلو اعلان وکړ.
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان سرطان میاشت کې ویلي وو چې د جوزا میاشتې تر پایه شاوخوا ۳۵۰ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي جلالیان له طالبانو سره د هوکړې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ډله به په افغانستان کې د ایران ۵۰ سلنه بندیان اسلامي جمهوریت ته ورسپاري.
تروسه د طالبانو په زندانونو کې د ایراني بندیانو کره شمېر نه ده په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه طالبانو له ایران سره د زندانیانو پر سر د شوې هوکړې په اړه معلومات نه دي ور کړي چې ایا اسلامي جمهوریت ته به سیاسي او که غیر سیاسي زندانیان ورسپاري.
ایران هم تر اوسه هغه افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي چې په دغه هیواد کې پر مزدورۍ بوخت او د اسنادو نه درلودو له امله نیول شوي وو.