بلخ کې سرچینې: د طالبانو امربالمعروف محتسبینو ۶ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۱

په بلخ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست شپږ تنه د موسیقۍ د غږولو او اورېدو په تور نیولي دي.
سرچینې وایي، چې دغه کسان د یوې ښادۍ پرمهال د موسیقۍ د اورېدو او غږولو په تور نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي احکامو له مخې موسیقي منعه اعلان کړې.
تېره اونۍ هم د لغمان ولایت په اړونده یوه سیمه کې کله چې د واده د موټرو په کاروان د موسیقۍ غږولو په غبرګون طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزې کړې وې، له امله یو تن لاروی وژل شوی و.

څو اونۍ مخکې په بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د موسیقۍ الې سوځولې او له منځه وړې وې، چې د افغان هنرمندانو سختې نیوکې یې راپارولې وې.


له دې سره تېره میاشت د کابل ځینو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې د دغه وزارت محتسبین په ښار کې د خلکو ګرځنده ټلیفونونه ګوري چې سندرې په کې نه وي او مېموري کارټونه یې هم اخلي.

نور خبرونه

رادیو