د طالبانو د کډوالو وزارت : له پاکستانه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنیدونکو چارو وزارت پر پخواني ټوېټر (اېکس) پاڼه لیکلي، چې د (وږي په ۸مه نېټه) یو زر او ۲۶۹ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه افغانستان ته په راستنو شویو کسانو کې ۱۹۴ کورنۍ دې، چې ۱۱۵۳ یې په خپله خوښه او ۱۱۶ نور د پاکستان په سند صوبه کې له زندانونو راخوشې شوي بندیان دي.
د دغه وزارت په خبره، دغه کسان له درېیو څخه تر پنخو میاشتو د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
په دې وروستیو کې ډېری افغان کډوال د قانونې اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.
همدارنګه ځینې سرچینې وايي، چې دمګړۍ هم د پاکستان په زندانو نو کې یوشمېر افغان کډوال بندیان دي او ځينې نور بیا اروپایي او امریکايي هېوادونو ته د تګ د اسنادو په بهیر کې د ځنډ او د پاکستان حکومت له لوري پر هغو د فشارونو له کبله په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستنیږي.