د امریکا کانګرس د کابل هوايي ډګر کې د وژل شویو سرتېرو د درناوي لپاره خپل بیرغ نیم ځوړندوي

د امریکا د استازو جرګې مشر د کابل په هوايي ډګر کې د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي په خاطر امر وکړ، چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د دغه هېواد بیرغ به نیم ځوړندوي.
کیون مک کارتي وویل؛ دا حقیقت دا دی چې دا یوه تراژیدي او یوه سخته ورځ وه.
دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په پنځمه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د داعش د خراسان څانګې دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو او نړۍوالو ځواکونو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.
په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا دوه سوه کسان ووژل شول، چې د دغه برید ډېری قربانیان ملکي افغانان وو.
د دغه برید په دویمه کلیزه کې د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په مدیریت کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې پر بې کفایتۍ نیوکه وکړه.
پر ایکس ټولنیزې شبکې مارک ګرین لیکلي؛ نن د هغې ورځې دویمه کلیزه نمانځي، چې په افغانستان کې د ابي دروازې ځانمرګي برید کې ديارلس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شنبې په ورځ د دغه برید د دوه کلنې کلیزې په مناسبت یوه بیانه خپره کړه .
هغه دا برید "وحشتناک" بللی او د خپل هېواد "د فوځ د غیر معمولي مهارتونه، شفقت او زړورتیا" ستاینه یې کړې ده.
هغه د امريکا د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل: "نن ټول ملي دفاع وزارت په غم کې د هغوى تر څنګ ولاړ دى."
له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سنبلې په اوومه د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ چې په یوه موټر کې یې یو ځانمرګی بریدګر په نښه کړی، چې د کابل پر هوايي ډګر یې د برید پلان درلود.
خو تر دې هوايي برید وروسته څرګنده شوه، چې د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم وروسته له دې اعتراف وکړ، چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو مخکې یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې تېروتنه کړې وه.