د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د څه باندې ۷۰۰ کډوالو د ستنېدو خبر ورکړ
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ۷۷۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاتوي، چې ۶۲۲ تنه د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه استول شوي دي.
سږ کال له ایران څخه څه باندې ۲۲۴ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور شړل زیات شوي دي.
په وروستۍ جوپه کې، ایران د جمعې په ورځ (وږي دریمه) څه باندې دوه زره افغان کډوال شړلي دي.
ایران وايي، د ډېری افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لامل دغه هېواد ته په ناقانونه ډول راتګ، دغلته پاتې کېدل او یا هم د دوی په پاسپورتونو کې د وخت ختمېدل دي.
دا مهال په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي؛ خو ایران د دغو کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.
د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ساتوونکو قوماندان د زمري په میاشت کې ویلي و، چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲۲۴ زره افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.
د مجید شجاع په وینا، سږ کال له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۵ سلنه زیات شوی دی.