د اغا خان بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات بیارغوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه ) خبر ورکړی، چې په غزني کې د باباجي تاريخي جومات د بيارغونې چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ په مرسته پيل شوې دي.

مخکې ویل شوي وو، چې دغه تاریخي جومات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی او که بیا ونه رغول شي نو د نړېدو احتمال یې شته.

د باباجي تاریخي جومات د غزنویانو په دوره کې جوړ شوی لرغونی جومات دی.

دغه جومات شاوخوا ۲۰۰ مربع متره مساحت او دوه پوړونه لري.

د یادونې وده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې په اړه نړۍوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول یونسکو اندېښنه ښودلې وه.