روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان له دایمي غړیتوب سره مخالفت وکړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې جرمني او جاپان د امریکا د غوښتنو پر بنسټ عمل کوي. نوموړي په سویلي افریقا کې د برېکس سرمشریزې غونډې په څنډه کې وویل، چې په امنیت شورا کې د جرمني او جاپان دایمي غړیتوب "بې انصافي زیاتوي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، برلین او ټوکیو د نورو لویدیځو هېوادونو په څېر "د واشنګټن اطاعت کوونکي دي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې سرګي لاوروف ویلي، چې جرمني او جاپان د امنیت شورا بحثونو ته کومه نوې موضوع نه راوړي.
سرګي لاوروف تر دې مخکې ویلي وو، چې مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اسیایي، افریقایي او لاتیني امریکا د هېوادونو د غړیتوب د پراخولو په لټه کې دی.
روسیه، چین، فرانسه، برېټانیا او امریکا د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه دي.