ملګري ملتونه په بلخ کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو او تولید مرکز جوړوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۳

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان وکړ چې په بلخ کې به د ښځو لپاره د غالیو اوبدلو او تولید مرکز جوړ کړي.

دې ادارې پر ایکس یا پخوانی ټویټر لیکلي، چې دا مرکز د سعودي عربستان د پراختیایي وجهي صندوق په مالي مرسته جوړیږي.

د اوبدلو د دغه مرکز د جوړولو موخه د ښځو لپاره د کار او عاید د یوې سرچینې پیدا کول دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و چې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

دغه سازمان پر ایکس په یوه یادښت کې لیکلي: «د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، چې ډېری پخواني کډوال او بې ځایه شوي افغانان اوسېږي، ښځې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدي».

دغه دفتر لیکلي، د بلخ ولایت د غالۍ اوبدلو په سیمه کې، یوه ډله ښځې بېلابېلې غالۍ اوبدي او یوشمېر یې بیا ټول عمر په همدې کار بوختې دي.

۷۱ کلنه کډواله بي بي نیاز، چې له بهر څخه راستنه شوې ده وایي، له لس کلنۍ څخه په دې کار بوخته ده او تل یې له غالۍ اوبدلو سره ژوند کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو لګول شويو محدودیتونو د ښځو فعالیتونه په کور کې تر کار کولو پورې محدود کړي دي.

د دغې ادارې په وینا، په افغانستان کې د بلخ د غالۍ اوبدلو په سیمه کې د غالۍ اوبدلو او تولید د یوه نوي مرکز په جوړېدو سره به په دې برخه کې د ښځینه کارکوونکو لپاره ښه کاري چاپیریال برابر شي.

نور خبرونه

رادیو