د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له بندخونو ۳۷ افغان کډوال خوشې شوي

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ۳۷ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي. د راپورونو له مخې، دغه کسان له یوې تر شپږو میاشتو بندیان وو، خو د دوی تورونه لا نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د یکشنبې په ورځ د ( زمري ۲۹مه) د اېکس په پاڼه لیکلي، چې افغان کډوال د کډوالو په اداره کې له ثبتېدو وروسته، د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.
له دغې ډلې یوشمېر کډوال چې له بنده خوشې شوي، عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي او د کورنیو د پېژندګلوۍ لپاره یې «د افغانستان د بیارغونې موسسې» ته معرفي شوي.
د دغو کډوالو د نیونې لامل لا په ډاګه شوی نه دی؛ خو تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیونې او له هغوی سره یې د تریخ چلند راپورونه د رسنیو له لارې خپاره شوي وو.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې افغان کډوالو خبر ورکړی و، چې پاکستاني پولیسو ۱۸ افغان کډوال نیولي و، چې له بډې اخسیتو وروسته یې بېرته خوشې کړي وو.

دا رنګه د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۴ مه) د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پاکستاني پولیسو اته افغان کډوال ونېول. که څه هم چې پاکستاني پولیسو د دغو کسانو د نېولو موخه امنیتي لاملونه او د قانون واکمنېدل په ګوته کړي؛ خو دا یې روښانه کړې نه ده چې دغه کسان په کومو تورونو نېول شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا اوه نیم لکه افغان کډوال پاکستان ته راغلي دي.