ختیځ ښار جلال اباد کې طالبانو هغه ځوانان نیولي، چې د خپلواکۍ په ورځ یې ملي بېرغونه لېږدول

نن د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار د جلال اباد په ښار کې هغو ځوانانو چې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې په پار درې رنګه بېرغونه له ځانو سره لېږدول، د طالب وسله والو له خوا رټل شوي او وهل شوي دي.

ځينو سرچېنو افغانستان انټرنېشنل ته د نوم د نه ښودلو په شرط دا هم ویلي، چې د دغو ځوانانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر طالبانو نیولي هم دي؛ خو په خپلواکه توګه د دغې خبر پخلی ګران دی.
تېره ورځ طالبانو د کونړ ولایت د ټولو ولسوالیو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د ملي بېرغونو د پورته کولو مخه دې ونیول شي.

سره له دې چې طالبان د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپلواکۍ ورځې لمانځغونډې ته هغسې چې لازمه ده پاملرنه نه کوي، خو سږنی کال یې د دویم ځل لپاره په خورا پيکه بڼه دغه ورځ په کابل کې ولمانځله.
تر دې څوورځې وړاندې د اګست په پنځلسمه نېټه د خپلې واکمنۍ دویمه کلیزه په خورا شاندارو مراسمو لمانځلې وه.
نن په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ملي دفاع د وزیر په ملتیا د استقلال څلي ته ورغلل او هلته یې د ګلونو ګې‌‌‌‌‌‌ډۍ کېښوده، خو اصلي غون‌‌‌‌‌‌ډه یې په یوه تالار کې نېول شوې وه، دغې غونډې ته اکثرو ویناوالو د خپل جهاد د بري ستاېنه کوله؛ خو د خپلواکۍ د هغې ورځې له یادولو په څنګ تېرېدل چې د افغان ولس په سرښېندنو په ۱۹۱۹ میلادي کال کې تر لاسه شوې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني دغې غونډې ته په وینا کې ویلي:« د ښکېلاک ګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ وو او د دوی د غوره رهبرۍ برکت وو چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.»

خو د نوموړي په څه د پاسه نیم ساعت وینا کې نه د خپلواکۍ ګټلو اتلانو نوم یاد شو او نه هم د هغو نورو اتلانو نومونه واخیستل شول، چې له انګرېزانو نه یې خپلواکي ګټلې او خپل سرونه یې قربان کړي وو.