سراج الدین حقاني: موږ د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ یو، نور دې خپلې ستونزې پر افغانانو نه تپي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، کوم هېوادونه چې په کور د ننه ستونزې لري په کور کې دې یې حل کړي او دغه ستونزې دې «پر افغانانو نه تيي.» نوموړی وايي، طالبانو د دوحې تړون پر ژمنو ولاړ دي.
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ (د زمري۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مه کلیزې په مناسبت غونډه کې وکړې، چې د دې ډلې په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه.
هغه وویل: « ګاونډي هېوادونه دې خپلې ستونزې د کور دننه حل کړي او دغه ستونزې دې پر افغانانو نه تيي.کومه ژمنه چې طالبانو په دوحه کې کړې ده په هغه ژمنه ولاړ دي».
هغه زیاته کړه، د نړیوالو او سیمه ییز هېوادونو د ستونزو د حل لپاره، د دوی دروازې خلاصي دي مګر دا نه مني چې د افغانستان ولس دې «ساه اخیستلو ته پرې نږدي.»
هغه له نړیوالو وغوښتل چې له «بدماشۍ او زورواکۍ» لاس واخلي اوله دوی سره تعامل وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دا څرکندونې په داسې حال کوي چې پاکستاني چارواکو په کراتو د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی د دوحې تړون له مخې عمل نه کوي او دا اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.