الجزیره : پخواني افغان سرتیري د ژوندي پاتې کېدو لپاره کان کېندنې ته مخه کړې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7e82a66d63534a6ed497e3c77670562d9e311fc2-770x514.jpg?rect=0,41,770,433&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نورستان په لرې پراته ولایت کې یوشمېر هغه کسان چې د طالبانو له واکمنۍ ورسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړي، اوس د خپلې کورنۍ ساتلو لپاره په کان کېندنو بوخت دي، چې په دې توګه وتوانېږي د سختو اقتصادي ستونزو پر وړاندې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.
د الجزیرې د یوه راپور له مخې، د نورستان د مرکز پارون ښار په څو کیلو مترۍ کې لکه د تندر داسې غږ، د ګڼو ونو درلودونکې درې په منځ کې واورېدل شو. د یوې ډبرينې غونډۍ په منځ کې د ډبرو ټوټې او لوګي د یوه واړه تونل له خولې را پورته کېږي.
د چاودنې له ځایه ځینې خځلې د یوې کوچنۍ درې څخه د تېر شوي سیند تر څنډو رسېږي.
تر چاودنې وروسته د تونل د ننوتو یوې خواته عبدالقادر پناه ولاړ دی.
کله چې د چاودنې لوخړې خلاصې شي، نوموړی دغه تیاره تونل ته دننه ورځي، پر خولې او د پوزې پر شاوخوا خپل شین دسمال تړي. په دغو خځلو کې یې د ورځنۍ تنخوا ترلاسه کولو ته لېواله دی.
په دغه کان کې د پاکې ږېرې او شنو سترګو لرونکی ۳۰ کلن عابد هم کار کوي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په پیل کې عابد او د هغه کان کېندونکو ملګرو د ځمکې یوه ټوټه په کرایه واخیسته او د نږدې شپږ میاشتو راهیسې هلته کار کوي.
دوی دلته ټوله ورځ په کار بوخت دي، څوک د څټک پر مټ، څوک د برمې پر مټ ډبرې ماتوي او د ډبرو وړې وړې ټوټې د باندې راباسي.
د زرګونو نورو په څېر عابد په خپل پخواني ژوند کې د امریکا په ملاتړ د جمهوري نظام د ملي امنیت په لیکو کې د یوه سرتیري په توګه دنده لرله، کله چې جمهوري نظام نسکور شو ، د نوموړي راتلونکې د ناڅرګندتیا سره مخامخ شوه، هغه د خپلو نورو پوځي ملګرو سره ډاډه نه وو، چې ایا د پخوانیو حکومتي سرتیرو لپاره د بخښنې په ژمنو باور کېدای شي؟
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد واک ته له رسېدو وروسته د دغې ډلې په لومړنیو رسمي خبري غونډو کې ویلي و:« هغه زرګونه عسکر چې شل کاله یې له موږ سره جګړه کړې، له اشغال وروسته ټول بخښل شوي دي. که بېرته خپلو کورونو ته راځي، هیڅوک به ورته څه نه وایي. هغوی به خوندي وي.»
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ویل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، دغه ډله یا د هغې اړوندې ډلې له ۱۰۰ څخه د ډېرو پخوانیو حکومتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او هغو کسانو په وژلو کې لاس لري، چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه. طالبانو په پرله پسې ډول په دې کې لاس لرل رد کړي دي.
همدارنګه عابد وايي: «هیڅوک نه پوهېدل، چې زموږ سره به څه کېږي. "البته موږ اندېښمن یو."
د هغه او نورو پخوانیو سرتېرو لپاره چې اوس د کان کېندنې پر مهال ماینونه خښوي، تر اوسه د طالبانو له لورې پرې برید نه دی شوی؛ خو عابد د خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ یوازینی ګټونکی دی چې مور، دوه میرمنې او اوه ماشومانو د ساتلو مسوولیت لري.
عابد وايي، د نظام تر ړنګېدو وروسته مې د خپلو نورو پوځي ملګرو سره پرېکړه وکړه، یوې داسې دندې ته مخه کړم چې ښه عاید ولري.
په دې وروستیو کې د نورستان، کونړ او بدخشان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ګران بیه ډبرو کانونه د طالبانو لپاره د عاید د یوې سرچینې په توګه کار ورکوي. ځکه چې دوی د جمهوري حکومت پر وړاندې د خپل وسله وال جنګ د تمویل لپاره خپل عایدات له دغې لارې لاس ته راوړل، چې وروسته حکومت د هېواد په ډېری سیمو کې د ګران بیه ډبرو غیرقانوني کېندنې مخه ونیوله؛ ترڅو د طالبانو او سیمه ییزو مافیا لاسونو ته د عایداتو مخه ونیسي.
د ۲۰۱۹ کال د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ګران بیه فلزاتو، طبیعي کانونه او د سرو زرو د ټولو قانوني صادراتو ۴۵ سلنه جوړي، چې ټول ارزښت يي ۱ میلیارد ډالره دی.
که څه هم چې د کانونو سکټور تقریبا په بشپړه توګه د کوچنیو، طبیعي کانونو څخه جوړ دی، دا د ځایي خلکو لپاره د کار یوه مهمه سرچینه هم ده، په ځانګړې توګه په هغه هېواد کې چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له سیاسي او اقتصادي ځوړ سره مخ دی. د عابد په څېر کسانو لپاره، دا کانونه د دې توان لري، چې د خپلې کورنۍ لپاره ورځني لګښتونه چمتو کړي، ځکه چې افغانستان لا هم له بې ساري اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی.